Allesrechtens.de   د کډوالو او مهاجرینو سره مرسته کوي تر څو د خپل استوګنې ځای ته نږدی د حق وکیل او یا د حقوقی مرستو دفتر پیدا کړي.  دلته د پرانستلو وخت یا ساعتونه، ژبو او د مشورتي خدمتونو اصلي تمرکز په اړه مهم معلومات وړاندې کیږی. مونږ کډوالو او مهاجرینو ته خبر ورکوو چې دوی کولای شي  خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي او کله يو وکيل ته اړتيا ده.  د دې معلوماتو شبکه یا ( تانبه )استعمال وړیا ده.  په دې ډول، د کډوالو او مهاجرینو د پناه او د بهرنیانو د قانون په اړه د ټول پوښتنې ملاتړ تر لاسه کوي.